د ځمکني ټرانسپورټ له لارې ترکيې ته د هيواد توکې وليږل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي: د اړوند ارګانونو د زياتو هڅو په پایله کې په دې وتوانېدل چې د افغانستان صادراتي توکې د آقینې بندر له لارې د افغانستان لاریو په واسطه دوست هېواد ترکیې ته ولېږدوي. په پام کې ده چې له دې وروسته به د هيواد توکې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴)
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي: د اړوند ارګانونو د زياتو هڅو په پایله کې په دې وتوانېدل چې د افغانستان صادراتي توکې د آقینې بندر له لارې د افغانستان لاریو په واسطه دوست هېواد ترکیې ته ولېږدوي. په پام کې ده چې له دې وروسته به د هيواد توکې د کورنيو ټرانسپورټي شرکتونو په باروړونکو وسايطو کې ترکيې ته او همدانګه د ترکيې څخه به توکې افغانستان ته راليږدول کېږي.