د پکتیا ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د فقهي مجالسو د علماء کرامو غونډې ترسره شوې

په دا نږدې تیرو ورځو کې د پکتیا ولایت په تازه فتحه شوو ګڼو ولسوالیو لکه: ( ډنډ پټان، څمکنیو، جاني خیلو، لجه منګل، احمدخیلو، ځاځي اریوب او احمد ابا ) کې په مسلسله توګه د فقهي مجالسو د علماء کرامو لخوا شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو غونډو کې د ساحوي فقهي مجالسو امیرانو، […]

په دا نږدې تیرو ورځو کې د پکتیا ولایت په تازه فتحه شوو ګڼو ولسوالیو لکه: ( ډنډ پټان، څمکنیو، جاني خیلو، لجه منګل، احمدخیلو، ځاځي اریوب او احمد ابا ) کې په مسلسله توګه د فقهي مجالسو د علماء کرامو لخوا شانداره غونډې ترسره شوې.

په دغو غونډو کې د ساحوي فقهي مجالسو امیرانو، د نوموړو ولسوالیو ګڼ شمېر علماء کرامو، د اسلامي امارت د بیلابیلو ملکي او نظامي ارګانونو مسئولینو ګډون کړی وو.

په غونډو کې د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون ولایتي رئیس علماء کرامو ته د فقهي مجالسو په اهمیت او ضرورت، د علماء کرامو په مسئولیت او د هېواد په روانو حالاتو په تفصیل سره خبرې وکړې.

د غونډو ګډونوالو علماء کرامو د اسلامي امارت د سالم دریځ او ګټورو برنامو څخه د غوڅ ملاتړ په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په ټول توان سره به د اسلامي نظام د راتلو په لاره کې خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي او د فقهي مجالسو له لارې به مسلمان ولس ته د ور پېښو ستونزو او مشکلاتو په حل کې خپلې هڅې جاري ساتي.

غونډې په هېواد کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بشپړې بریا، د سوچه اسلامي نظام د نفاذ او سرتاسري امن او سوکالۍ د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.