د پُل سوخته سړک په اوږدو کې د یوه لوی ګلدان جوړولو طرحه مثبته و ارزول شوه

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د پل سوخته سړک په اوږدو کې د یوه لوی ګلدان جوړولو طرحه، چې ټاکل شوې ده د ۶۰ متره په اوږدوالي، د ۴ متره او ۶۰ سانتي په پراخوالي او د ۲ متره او ۶۵ سانتي متره په […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴)
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د پل سوخته سړک په اوږدو کې د یوه لوی ګلدان جوړولو طرحه، چې ټاکل شوې ده د ۶۰ متره په اوږدوالي، د ۴ متره او ۶۰ سانتي په پراخوالي او د ۲ متره او ۶۵ سانتي متره په لوړوالي سره د پنځمې ناحیې د مرستیال رفیع الله احمدزي تر مدیریت لاندې د امیري کمپلکس روغتون په مرسته جوړ شي، مثبته و اروزله او د لا بډاینې په موخه یې خپل وړاندیز او نظر ورسره شریک کړل.
د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال د ښاري ښکلا په برخه کې د سوداګرو او ملي متشبیثینو له مرستو او ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، اړینه ده ټول ښاریان په ځانګړې توګه ملي پانګوال د ښار په آبادۍ، ښکلا او بیارغونه کې برخه واخلي.
ښاغلي سجستاني زیاته کړه چې، د پل سوخته سړک په اوږدو کې دا لوی ګلدان به په څو پوړیز ډول جوړيږي، چې لاندۍ پوړ به یې د تونل شکل ولري جوړ او په زینتي بوټو ،ګلانو او رنګ رنګ څراغونو به ښکلی شي.