د پاکستان هیواد له لوري له کندهار سره د ۱۵۵۰ ټنو غنمو مرسته وسوه

  د پاکستان هیواد له لوري له افغانستان سره د ۱۴۰۰۰ ټنو غنمو مرستي لومړنۍ جوپه چي ټول ۱۵۵۰ ټنه وه کندهار ته راورسېدل او د یکشنبې په ورځ د پاکستان هیواد د قونسل نعیم خان له لوري د یوې غونډي په ترڅ کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک ته تسلیم […]

 

د پاکستان هیواد له لوري له افغانستان سره د ۱۴۰۰۰ ټنو غنمو مرستي لومړنۍ جوپه چي ټول ۱۵۵۰ ټنه وه کندهار ته راورسېدل او د یکشنبې په ورځ د پاکستان هیواد د قونسل نعیم خان له لوري د یوې غونډي په ترڅ کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک ته تسلیم سول، چي پرمهال ئې د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د کندهار د اقتصاد رئیس ملا عبدالسلام بریالی، د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني او د کندهار د زراعت رئیس مولوي محمود مظلوم حضور درلود.

د غونډي په پیل کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک وویل، زموږ ګران هیواد له ډېرو کړاونو، ستړیاوو او شل کلن اشغال سره مخامخ وو، چي هیڅ مشروعیت یې نه درلود، خو اوس شکر الحمد الله د الله پاک په نصرت سره دا هر څه ختم سوي، د افغانستان ولس له دې هر څه څخه ازاد سوی او له دې ستړیاوو څخه راوتلی او زیاته ئې کړه، د خوښۍ او خوشحالۍ ځای دئ، چي اوس د ا،ا،ا تر چتر لاندي ژوند او ګوزاره کوو او په هغه نظام کي ژوند کوو، چي د هیڅ مومن مسلمان حق پکښي نه خوړل کیږي.

مولوي حیات الله مبارک وویل، افغان ولس اوس مرستو او د بهرنیو هیوادونو همکاریو ته په هره برخه کي اړتیا لري، چي د پاکستان له لوري د مرسته سویو غنمو په پار ئې له راغلیو مسئولینو څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، زموږ ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان د ولس سره په خپلو همکاریو کي زیاتوالی راولي؛ ځکه دا د یوه مسلمان مسؤلیت دئ، تر څو په سخو حالاتو کي د بل مسلمان سره مرسته وکړي.

وروسته د پاکستان هیواد قونسل نعیم خان د افغانستان او پاکستان پر ښو اړیکو لرلو خبري وکړې، چي زیاته ئې کړه، افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیري اوږدې اړیکي شتون لري ژبه، کلتور او هر څه مو سره ورته والی لري او وئې ویل، له افغانستان سره به د پاکستان مرستي همداسي دوام ولري.

د غونډي په وروستیو کي د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني، د کندهار د کرهڼي، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمود مظلوم او د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال حاجي محمدولي هوتک پرټولو اسلامي هیوادونو ږغ وکړ، چي د افغانانو ترڅنګ ودریږي او په دې حساسو شرایطو کي له افغانانو سره په بېلابیلو برخو کي مرستي وکړي.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۳