د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو او قراردادونو د روڼتيا په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله فرمان

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په تازه فرمان کې د وزارتونو او امارتي ادارو په تدراکاتو او قراردادونو کې امارتي مقامات او مامورين له ګډون منع کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸)
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په تازه فرمان کې د وزارتونو او امارتي ادارو په تدراکاتو او قراردادونو کې امارتي مقامات او مامورين له ګډون منع کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۹/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۱۲)مې ګڼې فرمان له مخې امارتي مقامات او مامورين د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتيا په موخه د وزارتونو او امارتي ادارو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون نشي کولی.
د دې فرمان له مخې، امارتي مقامات او مامورين نشي کولای چې په مستقيم يا غير مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانيزو چارو د تدارک، کان کيندنې او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون وکړي.
د فرمان په دوهمه ماده کې هغه خصوصي شرکتونه چې امارتي مقامات او مامورين په کې ګډونوال او يا مسؤل وي، هم د دې فرمان لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع ګڼل شوي دي او دا فرمان د توشيح له نېټې څخه نافذ او رسمي جرېده کې د خپرېدو وړ ګڼل شوی دی.