کابل

د واورې پاکولو حشر ترسره شو

د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې زیرمه کولو په موخه، په لومړۍ، نهمه او یولسمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو.

په دې حشر کې د یادو ناحیو د ګذر وکیلانو او د ځوانانو شوراګانو غړو برخه اخیسته وه چې پایله کې سړکونه له واورې څخه پاک او واوره یې په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړه.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد له ګډونوالو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یاد حشر موخه د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د مرسته کولو د روحیې پیاوړي کول دي چې، ښاریان باید د خپلو بامونو واوره په کوڅو، پلو لارو او سړکونو کې ونه غورځوي.
د ښاغلي زاهد په وینا، په عامه ځایونو کې د واورې غورځول، له یوې خوا د ښاري تاسیساتو د ویجاړتیا لامل ګرځي او له بل لوري د ښاریانو په تګ راتګ کې ستونزې را منخته کوي.
نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، واوره په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي، څو ورسره د ځمکې لاندې اوبه ډیرې شي.
ورته مهال ښاریانو د وروستۍ واورې ورېدل یو نیک فال وباله او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د کلتوري کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي.
ګډ کارونه او حشرونه د دې خاورې د وګړو په پخوانیو منل شویو دودونو کې ځای لري او د لا پیاوړتیا لپاره یې باید هلې ځلې وشي.

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۷)