د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د زیاتو اورښتونو له امله یو شمېر بند هېوادوال وژغورل شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) تیره ورځ د زیاتو اورښتونو او شدید طوفان له امله د سالنګ ولسوالۍ په ولنګ سیمه کې پنځه عراده د مسافرو ډک موټر د واورو لاندې شوي وو، چې د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د پروان ولايت د شهید آفتاب رح فرقې دویمې پلې لوا د څلورم کنډک مجاهدینو په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) تیره ورځ د زیاتو اورښتونو او شدید طوفان له امله د سالنګ ولسوالۍ په ولنګ سیمه کې پنځه عراده د مسافرو ډک موټر د واورو لاندې شوي وو، چې د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د پروان ولايت د شهید آفتاب رح فرقې دویمې پلې لوا د څلورم کنډک مجاهدینو په مرسته وژغول شول.

په ورته مهال د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ کې هم ۱۴ تنه هېوادوال د هوایي ځواک له لوري د MI-17 هلیکفټرو پرمټ وژغورل شول.

دیادونې وړ ده چې په سالنګ کې اوس مهال هم اورښت او شدید طوفان دوام لري.