‏د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته نوی او معیاري رنګ وټاکل شو

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۸) د کورنیو چارو وزارت او ترافیک پولیسو عمومي ریاست رهبري پلاوي نن چهارشنبه (۱۹ ثور ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، ټولو ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته د ‏…نوي او معیاري رنګ ټاکلو په اړه، رسنیو ته معلومات ور کړل. د […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۱۸)
د کورنیو چارو وزارت او ترافیک پولیسو عمومي ریاست رهبري پلاوي نن چهارشنبه (۱۹ ثور ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، ټولو ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته د ‏…نوي او معیاري رنګ ټاکلو په اړه، رسنیو ته معلومات ور کړل.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال، محترم مولوي محمد نبي عمري وویل: د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او مونږ د خپلو هېوادوالو لپاره معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو.
‏دغه راز ښاغلي عمري زیاته کړه، چې په ټولو کاري پروسو کې فساد ختم شوی دی او اوسمهال خلکو ته په چټک، شفاف او مطمین ډول خدمتونه وړاندې کېږي.
همدارنګه د ترافیک پولیسو لوی رییس، پاسوال داکتر حسیب الله مختار هم دې خبري ناسته کې وینا وکړه وې ویل: ‏…د دغه ریاست له تایید شوي طرزالعمل سره سم، مونږ د رنګ او ترافیکي نظم برخه کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره، د معیار رعایتولو ته ژمن یو.
د ترافیک پولیسو لوی رییس زیاتوي، چې اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰ نه تر ۳۰ سلنې انتقالات د ټکسي موټرو او پاتې ۷۰ نه تر ۸۰ سلنې د‏شخصي موټرو په واسطه تر سره کېږي، چې دې چارې امنیتي او جنایي ستونزې رامنځته کړي دي.
دغه راز ښاغلی مختار وویل: چې په تېر کې د ټکسي موټرو رنګ نه معیاري وو او نه یې مشخص کود درلود، په داسې حال کې چې اوسنی رنګ مشخص کود لري او په بین المللي کنوانسیون کې هم ثبت دی.