د هیواد په محاکمو کې تازه ګمارنې ترسره شوې

د هیواد په محاکمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۳/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق نېټې او (۶۱۸) شمېره حکم په اساس تازه ګومارنې وشوې: ۱: محترم حماس مولوي صاحب د هلمند د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په توګه. ۲: محترم شیخ مولوي الله نظر صاحب د هرات زون د نظامي محکمې د عمومي رئیس […]

د هیواد په محاکمو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۳/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق نېټې او (۶۱۸) شمېره حکم په اساس تازه ګومارنې وشوې:
۱: محترم حماس مولوي صاحب د هلمند د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په توګه.
۲: محترم شیخ مولوي الله نظر صاحب د هرات زون د نظامي محکمې د عمومي رئیس په حیث.
۳: محترم الحاج مولوي ابوالسعید صاحب د هرات زون د نظامي محکمې د قاضي په حیث.
۴: محترم مولوي سید سند صاحب د غزني د نظامي محکمې د قاضي په حیث.
۵: محترم مولوي عبدالعظیم صاحب د غزني زون د نظامي محکمې د مفتي په حیث.
۶: محترم مولوي نعمت الله صاحب د هرات زون د نظامي محکمې د مفتي په حیث.
۷: محترم مولوي عزیز الله (برهاني) صاحب د هرات زون د نظامي محکمې د محرر په حیث.
۸: محترم مولوي شمس الرحمن صاحب د غزني زون د نظامي محکمې د محرر په حیث.
۹: محترم مولوي سیدولي (جمالي) صاحب د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان د محرر په حیث.
۱۰: محترم مفتي نقیب الله صاحب د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د امنیت عامه دېوان د مفتي په حیث.