د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له قزاقستاني پلاوي سره پرمهمو موضوعاتو خبرې وکړې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۴) ‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرايۍ او همګرايۍ وزیر محترم سریک ژومانګارین په کابل کې وکتل. ‏په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر ته هرکلی ووایه […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۴) ‏د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي او د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرايۍ او همګرايۍ وزیر محترم سریک ژومانګارین په کابل کې وکتل.
‏په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر ته هرکلی ووایه او له افغانستان سره د سوداګرۍ او بشري مرستو په برخو کې له مرستو مننه وکړه.

متقي صاحب وویل، د دې ترڅنګ چې قزاقستان د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې له افغانستان څخه ګټه پورته کولای شي،‏په افغانستان کې هم د پانګونې ښه فرصتونه رامنځ ته شوي چې د قزاقستان سوداګر په کې پانګونه کولای شي.

د بهرنیو چارو وزیر له دې خوښي څرګنده کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتوالی موندلی او تر ۹۰۰ میلیونه ډالرو رسېدلې ده.

‏د دوې اړخیزې سوداګرۍ د ودې په موخه، متقي صاحب له ښاغلي سریک ژومانګارین څخه وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر کې لازمې اسانتیاوې راولي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او همګرایۍ وزیر وویل، چې افغانستان سره یې د هېواد اړیکې ډېرې پخوانۍ دي او‏په سختو وختونو کې يې هم حکومت په کابل کې خپل سفارت ونه تاړه.

ښاغلي سریک ژومانګارین وویل، چې ځان سره یې کابل ته د قزاقستان د سوداګرو یو ګروپ راوړی تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي. ده همدارنګه وویل، چې پخوا یې هم افغانستان سره بشري مرستې کړې دي او‏په راتلونکي کې به هم ادامه ورکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، چې افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان د رېل پټلۍ له لارې له سیمې سره وصل شي او افغانستان ته نوې سوداګريزې ‏لارې خلاصې شي. ده وویل، دمګړۍ د قزاقستان شرکتونه د رېل پټلۍ په برخه کې له افغانستان سره ګډ کار کوي.

ښاغلي سریک ژومانګارین وویل، چې د قزاقستان د تجارت د وزیر په توګه یې ټول پام سیمې ته دی او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ټرانزیټ پوټنسیال لوړول د دواړو لوریو مشترکه اړتیا ده.

‏ده همداراز ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ به افغان سوداګرو ته د ویزه ورکړې بهیر کې اسانتیاوې راولي.
‏په پای کې د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه، چې د افغانستان د حکومت بهرنی سیاست متوازن او اقتصادمحوره دی او د افغانستان له لارې سیمه‌ییز ټرانزیټ او اتصال د افغانستان د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې ځای لري.