د هیواد د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي سره د چين له سفیر سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړې

‏نن د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي سره د چين سفير ښاغلي وانګيو وکتل. پدې کتنه کې د چين سفير وويل دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړي شي. ‏نوموړي زیاته کړه چي د مئ په ۲۴م به د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه […]

‏نن د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي مولوي امير خان متقي سره د چين سفير ښاغلي وانګيو وکتل.

پدې کتنه کې د چين سفير وويل دوی له افغانستان سره خپلې اړيکې نورمال ساتلي او غواړي دغه اړيکې لا پياوړي شي.

‏نوموړي زیاته کړه چي د مئ په ۲۴م به د افغانستان-چين ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شي،همدارنګه به د مس عينک کان ابتدايي چارې چټکې شي،د افغانستان څخه چين ته د صادراتو خصوصا انارو کچه زیاتوو او د جمهوريت روغتون د بيارغونې تر څنګ په افغانستان کې “ارزان بيه کورونه”پروژه هم افتتاح شي.

‏ښاغلي متقي د چين له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پروازونو پيل د اړيکو د لا پياوړتيا لپاره يو ښه فرصت وباله او د ويزو په ورکړه کې د لا اسانتياوو غوښتنه وکړه.

همدارنګه په دې ناسته کې په نورو دوه اخيزه مسائلو هم بحث وشو.