د هندوستان څخه ۲۰ تنه محصلین له پوځي زده کړو وروسته هېواد ته را ستانه شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ تنه محصلین چې په تیر نظام کې هندوستان هېواد ته د نظامي مسلکي زده کړو لپاره لیږل شوي وو نن خپل هېواد ته راستانه شول. یادو محصلینو د ملي دفاع وزارت د مسوولینو د […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۷) د ملي دفاع وزارت د مشرتابه د هدایت په اساس او د بهرنیو چارو ریاست په همغږۍ ۲۰ تنه محصلین چې په تیر نظام کې هندوستان هېواد ته د نظامي مسلکي زده کړو لپاره لیږل شوي وو نن خپل هېواد ته راستانه شول.

یادو محصلینو د ملي دفاع وزارت د مسوولینو د هلو ځلو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې په هر حالت کې د خپل هېواد د دفاع لپاره خدمت کولو ته چمتو دي.

دیادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې هم لسګونه تنه محصلین هېواد ته راستانه شوي وو، چې د یاد وزارت له لوري د ملي اردو لیکو ته جلب شوي دي.