د هلمند پوهنې ریاست اونیزه اداري غونډه ترسره سوه :

  د هلمند ولایت پوهنې ریاست اونیزه اداري غونډه د همدې ریاست د رئیس مولوي محمد عوض انصاري صاحب په مشرۍ ترسره سوه، چي پکښې د بیلابیلو برنامو امرینو او مدیرانو برخه درلوده او پر یو شمیر موضوعات بحث ترسره سو.   د هلمند پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري وویل: د بیلابیلو ولسوالیو لپاره […]

 

د هلمند ولایت پوهنې ریاست اونیزه اداري غونډه د همدې ریاست د رئیس مولوي محمد عوض انصاري صاحب په مشرۍ ترسره سوه، چي پکښې د بیلابیلو برنامو امرینو او مدیرانو برخه درلوده او پر یو شمیر موضوعات بحث ترسره سو.

 

د هلمند پوهنې رئیس مولوي محمد عوض انصاري وویل: د بیلابیلو ولسوالیو لپاره دي ځانګړي د څارني غړي وټاکل سي تر څو په ښوونځیو کي د ښوونکو او زده کوونکو د اساس کتابونه او هر اړخیزه څارنه ترسره کړي.

 

همدارنګه ښاغلي انصاري صاحب وویل چي د پوهنې په برخه کي ټول مسؤلیت لرو چي کاري چاري ګړندۍ او پر وخت ترسره کړو.

 

د یادوني وړ ده، چي ډېر ژر به د څارني غړي د ولسوالیو د ټولو ښوونځیو څخه هر اړخیزه څارنه پیل کړي.

 

نېټه؛۱۴۴۳/۸/۲ هــ ق