د هلمند ولایت په کوربتوب د سولي او یووالي تر عنوان لاندي د کونګفو سیالۍ پای ته ورسېدې:

  دا سیالۍ د هلمند په ګډون د کندهار، فراه، نیمروز، هرات، غور، غزني، لوګر، خوست او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ ترسره سوې. ددغه سیالیو ورزشکارانو او ګټونکو لوبډلو ته مډال، کپ، ستاینلیکونه او د اتلولۍ سندونه د بدني روزني او ورزش او المپیک ملي کمېټې د عمومی رئیس او د کونګفو فدراسیون د عمومي […]

 

دا سیالۍ د هلمند په ګډون د کندهار، فراه، نیمروز، هرات، غور، غزني، لوګر، خوست او میدان وردګ ولایتونو ترمنځ ترسره سوې.

ددغه سیالیو ورزشکارانو او ګټونکو لوبډلو ته مډال، کپ، ستاینلیکونه او د اتلولۍ سندونه د بدني روزني او ورزش او المپیک ملي کمېټې د عمومی رئیس او د کونګفو فدراسیون د عمومي رئیس په حضور کي ورکړل سوه.
د یادولو وړ ده چی په دې سیالیو کي ۸۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د ځوانانو په ټېم کي هلمند اول مقام هرات ټېم دوهم مقام ترلاسه کړ.
په لوړ عمر لرونکي ورزشکارانو کي غزني اول، هلمند دوهم مقام، لوګر دریم او نیمروز څلورم مقام ترلاسه کړ.
همداراز د ورزشي اخلاقو کپ هرات ولایت ته ورکړل سو او د غوره نندارې کپ خوست ولایت ترلاسه کړ.

هېره دي نه وي چي دا سیالۍ د بدنی روزني او ورزش او د المپیک ملي کمېټې د عمومی رئیس لخوا د ورزشکارانو د تشویق او هڅوني په موخه د ځوانانو او د لوړ عمر لرونکو ورزشکارانو لپاره په لاره اچول سوي وې.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۰ هـ ق

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست !