د هلمند مختار په سیمه کي د دستار فضیلت په مناسبت شانداره جلسه ترسره سوه.

  نن د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه دپنځمي حوزې اړوند د مختار په سیمه کي د مدرسه عربیه فیض القرآن محمدیه له لوري د نارینه او ښځینه فاضلانو، حافظانو او قاریانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه. فارغین ټول ١٨ کسان وه چې له جملي یې ٦ نارینه حافظان، ٦ نارینه قاریان او […]

 

نن د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه دپنځمي حوزې اړوند د مختار په سیمه کي د مدرسه عربیه فیض القرآن محمدیه له لوري د نارینه او ښځینه فاضلانو، حافظانو او قاریانو دفراغت په موخه شانداره جلسه ترسره سوه.

فارغین ټول ١٨ کسان وه چې له جملي یې ٦ نارینه حافظان، ٦ نارینه قاریان او ٦ ښځینه قاریاني وی.

په دغه جلسه کي د مرکز لښکرګاه ترڅنګ د ځینو ولسوالیو علماء کرامو، د مدرسي استادانو، نعت خوانانو، مجاهدینو او عامو وګړو ګډون کړی وو.

غونډه دقرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه، وروسته ګڼ شمېر دیني عالمانو په خپل وار سره ددیني زده کړو پر ارزښت، د قرآن کریم د حفظ او د قرائت او تجوید د زده کړي او فضایلو په اړه ارزښتناکي او علمي ویناوې وکړې.
دجلسې په بهیر کي د نعت خوانانو له خوا خوږې اوبیلابیلي حماسي ترانې هم زمزمه کیدلې.
دجلسې امنیتي چاري دیادي حوزې داستخباراتو دامنیتي مسؤلینو لخوا پرمخ وړل کیدلی.

دپروګرام په وروستیو کي فارغ سویو فاضلانو حافظانو اوقاریانو صاحبانو ته د فراغت سندونه ورکړل سوه.

جلسه دالحاج محترم مولوي سعید محمد ذاکري صاحب لخوا په دعائیه وینا پای ته ورسیده.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۰ هـ ق