د هلمند له مرکزي زندان څخه ۵۰ تنه په نشه روږدي کسان تر درملني وروسته خوشي سوه:

    نن د هلمند له مرکزي زندان څخه ۵۰ تنه بندیان چي په نشه یي توکو روږدي وه له پنځه میاشتي زندان تېرولو وروسته خوشي سول.   د بندیانو خوشي کولو پر مهال د هلمند مرکزي زندان د کشف آمر عبدالرحمن ( مبشر ) باختر آژانس ته وویل چي یاد ۵۰  تنه په نشه یي توکو […]

 

 

نن د هلمند له مرکزي زندان څخه ۵۰ تنه بندیان چي په نشه یي توکو روږدي وه له پنځه میاشتي زندان تېرولو وروسته خوشي سول.

 

د بندیانو خوشي کولو پر مهال د هلمند مرکزي زندان د کشف آمر عبدالرحمن ( مبشر ) باختر آژانس ته وویل چي یاد ۵۰  تنه په نشه یي توکو روږدي کسان یې تر درملني او د کورنیو څخه د پوره تضمین اخیستلو وروسته نن خوشي کړل .

 

ښاغلي مبشر وویل هغه کسان چي د درملني دوره یې پوره کېږي او لیواله یې چي کار زده کړي او خپلي کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کړي د اسلامي امارت د محبس د مسؤلینو لخوا د  کار زده کړي کورسونو ته ورپېژندل کيږي تر څو ځان بوخت وساتي او نور د نشه یي توکو د کارولو څخه ډډه وکړي.

 

ښاغلي مبشر زیاته کړه چي په نشو روږدي سلګونه کسان یې له لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو څخه د تداوۍ په موخه راټول کړي دي.

 

د مرکزي زندان د کشف آمر زیاته کړه  چي د اسلامي امارت له لوري په ښار کي په نشه یي توکو روږدي کسان د درملني په هدف زندان ته اچول کيږي او تر درملني وروسته خوشي کيږي دده په خبره چي یاد زندان کي سلګونه په نشه روږدي کسان د تدواۍ په موخه لا هم شپې او ورځي تیروي.

 

د خوشي سوو بندیانو له جملې عبدالصمد او عصمت الله د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال خوښي وښوده، د اسلامي امارت او هلمند ولایتي ادارې له مسؤلینو یې د منني تر څنګ وویل چي هیڅ وخت به نور نشه یي توکي استعمال نه کړي او نه به هم هیڅ وخت د قانون خلاف کړني ترسره کړي ددوی په وینا چي د هغه کسانو په نیولو  کي به د محبس  مسؤلینو سره مرسته وکړي چي په نشه روږدي دي.

 

د یادوني وړ ده چي د اسلامي امارت په راتګ سره له یاد زندان څخه  په نشه یي توکو روږدي زرګونه کسان تر درملني او عامه پوهاوي وروسته خوشي سوي دي.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۳۰ هـ ق