د هلمند اطلاعاتو فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۲۴۰ تنه زدکوونکي فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو عمومي مدیریت د هلمند ښوونیز مرکز څخه په لومړۍ دوره کي ۲۴۰ تنه د شپږ میاشتني زده کړو وروسته فارغ شول. دغه مرکز کې چې ځوانانو ته د عربي، انګلیسي او کمپیوټر زدکړې وړیا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۸) تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو عمومي مدیریت د هلمند ښوونیز مرکز څخه په لومړۍ دوره کي ۲۴۰ تنه د شپږ میاشتني زده کړو وروسته فارغ شول.
دغه مرکز کې چې ځوانانو ته د عربي، انګلیسي او کمپیوټر زدکړې وړیا برابروي، داځل یې لسګونه ځوان زدکړیالان له عملي زدکړو فارغ او تولنې ته وړاندې کړل.
د هلمند ښوونیز مرکز لخوا په جوړه سوې فراغت غونډه کي د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریس حافظ عبدالباري راشد هلمندي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض، د پوهني ریس مولوي محمد عوض انصاري صاحب، د ځوانانو عمومي مدیر قاري عبدالباري حنظله، هلمند کي د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي ډاکتر سمېع الله سعید، علماءو، مشرانو، ځوانانو او په سلګونو کسانو ګډون کړی و.

په غونډه کي د پوهني ریس مولوي محمد عوض انصاري صاحب د پوهي او علم پر ارزښت خبري وکړې او ځوانان یې وهڅول چي پوهي او تعلیم ته مخه کړي.

وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وویل ډیر د خوښۍ ځای دی چي زده کوونکي د بهرنیو ژبو او کمپېوټر په برخه کي خپلي زده کړي بشپړوي، تر څو وطن ته د خدمت جوګه وګرځي.

همداراز هغه زیاته کړه چي د تیرې ادارې پرمهال، په پاد ښوونیز مرکز کي د بهرنیو نهادونو د مرستي باوجود د زده کړي بهیر ضعیف او پیکه وه، خو اوس د هلمندي تجارانو او سوداګرو د همکارۍ په مټ دلته په سلګونو ځوانان په زده کړو بوخت دي چي د پخوا په نسبت یې فعالېتونه څو چنده لوړ شوي، او ځوانان یې له زده کړییز بهیر څخه خوښ او راضي دي.

ورته وخت کي په هلمند کي د لوړو زده کړو فوق العاده استازي ډاکتر سمېع الله سعید د یاد ښوونیز مرکز له استادانو او رهبرۍ څخه مننه وکړل چي هلمندي ولسونو ته د علم او پوهي په برخه کي خدمات وړاندي کوي، او ځوانان د علم او پوهي په ګاڼه سمبالوي.

هغه وویل د خوښۍ ځای دی چي هلمند ښوونیز مرکز په لږو امکاناتو ډیر ښه خدمات وړاندي کوي او زده کړییز بهیر يې د پخوا په شان ډیر ښه سوی، چي خلګ اوس غواړي خپل اولادونه په یاد ښوونیز مرکز کي د علم په ګاڼه سمبال کړي او خپل ټولني او هیواد ته خدمت وکړي.

وروسته د ځوانانو عمومي مدیر قاري عبدالباري حنظله وویل چي هلمند ښوونیز مرکز دا ځل د عربي اوانګلېسي ژبو او د کمپیوټر په برخه کي ۲۴۰ تنه زده کوونکي له شپږ میاشتني زده کړو فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.

هغه د خپلو خبرو پر مهال د یاد ښوونیز مرکز له استادانو مننه وکړه چي په لږو امکاناتو شپه و ورځ د وطن بچیانو ته په تدریس بوخت دي او سالمه روزنه او پوهه ورکوي، تر څنک یې د بُست پوهنتون له مؤسس او رهبرۍ څخه مننه وکړل چي همېشه یې د دوی سره په مالي او نورو برخو کي پوره ملاتړ او مرسته کړې.

د غونډي په وروستیو کي د اطلاعاتو او فرهنګ د ریس په ګډون یو شمېر مشرانو ته د اعزاز بګړۍ ور په سر سوې او د یاد ښوونیز مرکز استادانو او فعاله شخصېتونو ته د هلمند ښوونیز مرکز لخوا تحفې او ډالۍ ورکړل سوې، تر څنګ یې فارغ سویو زده کوونکو ته د فراغت سندونه او تصدیق پاڼي ورکول سوې.

د یادوني وړ ده چي دا مهال په هلمند ښوونیز مرکز کي په سلګونو ځوانان په بېلابېلو وختونو کي د عربي او انګلېسي ژبو او کمپېوټر په برخه کي په زده کړو بوخت دي.