د نشه يي توکو د سوځولو په هکله د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله حکم

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸) د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده د ۱۶/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۰۹) ګڼې حکم پر اساس د نيول شويو نشه يي توکو او په کې د کارول شويو وسايلو او تجهيزاتو د تخريب حکم وکړ. په حکم کې راغلي چې د شرابو او نورو الکولي مشروباتو، اُمان، […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۸)
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امير المؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده د ۱۶/۰۸/۱۴۴۴ هـ ق (۵۰۹) ګڼې حکم پر اساس د نيول شويو نشه يي توکو او په کې د کارول شويو وسايلو او تجهيزاتو د تخريب حکم وکړ.
په حکم کې راغلي چې د شرابو او نورو الکولي مشروباتو، اُمان، پوډر، کوکائين، شيشه او نورو نشه يي توکو پلورونکو او توليدونکو ته دې تعزيري سزا ورکړل شي او ياد توکي او په توليد کې يې کارول شوي وسايل او تجهيزات دې تخريب شي.
د دغه حکم له مخې د کورنيو چارو وزارت، عامې روغتيا وزارت او استخباراتو عمومي رياست ګډ هيئت ته دنده سپارل شوې ده چې ياد توکي د اړوندې محکمې په حضور کې په عام محضر کې وسوځوي.