د نبراسکا مطبعې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)د چارو ادارې لوی رياست کې د نبراسکا مطبعې په اړه د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو ترمنځ د شوې اداري پرېکړې د تعقيب په اساس د همغږۍ غونډه وشوه. دغه غونډه چې نن يکشنبه (د شوال المکرم ۱۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په […]

الاماره: (۱۴۴۴/شوال ۹)د چارو ادارې لوی رياست کې د نبراسکا مطبعې په اړه د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو ترمنځ د شوې اداري پرېکړې د تعقيب په اساس د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن يکشنبه (د شوال المکرم ۱۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال، د علومو اکاډمۍ مرستيال، د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او نبراسکا مطبعې استازو برخه اخيستې وه.
د غونډې له مقدماتي ناستې وروسته، ياد پلاوي د نبراسکا او پوهنې وزارت له مطبعو څخه ليدنه وکړه او همدا راز يې په دغو مطبعو کې د ماشين الاتو او کاري بهير ارزونه وکړه.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ياده موضوع به د پلاوي يادښتونو او ګزارش سره د نهايي حل لپاره اداري کميسيون ته وليږل شي، چې په اړه یې وروستۍ پرېکړه وشي.
د نبراسکا مطبعه چې په کابل ښار کې موقعيت لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملکيت په ۲۵ جريبه ځمکه کې اباده شوې ده، چې تر دې وړاندې يې اداري کميسيون پوهنې وزارت ته د سپارلو پرېکړه کړې وه.