د موټرو د تګ راتګ په موخه یوشمیر پلونه جوړ او بیا رغول کیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ برخې مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د (۷۷) په نوم پیژندل شوي تُرکي خصوصي شرکت له استازو سره په لیدنه کې د کابل ښار په ځینوسیموکې د نویو پلونو دجوړولو او ویجاړ شویو پلونو د بیارغولو په اړه بحث او خبرې وکړې. […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ برخې مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر، د (۷۷) په نوم پیژندل شوي تُرکي خصوصي شرکت له استازو سره په لیدنه کې د کابل ښار په ځینوسیموکې د نویو پلونو دجوړولو او ویجاړ شویو پلونو د بیارغولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال په داسې حال کې چې د یاد شرکت استازي هم ورسره مل وو، د کمپنۍ او برچي ترمنځ نښلوونکي پله د جوړولو او د بګرامیو پله د بیارغونې په موخه له یادو سیمو څخه لیدنه وکړه.
ټاکل شوې ده چې دغه شرکت یو شمېر ویجاړ شوي او یا هغه پلونه چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي د پلان له مخې په بنسټیزه توګه بیا ورغوي او یو شمېر نوي پلونه، لکه د کمپنۍ او برچي ترمنځ نښلوونکی پل جوړکړي.

‏⁧‫