د منصورالمجاهدین مدرسې څخه ۶۷ تنه منسوبین فارغ شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۸) د ۲۰۳ منصوري قول اردو منصورالمجاهدین مدرسې څخه ۶۷ تنه مجاهدین د لویې او وړې دورې زده کړو څخه وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول. دغه مراسم د یادې قول اردو د قرارګاه په جامع جومات کې د عقیدتي او فرهنګي چارو مدیریت لخوا د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس په نطاقۍ […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۸) د ۲۰۳ منصوري قول اردو منصورالمجاهدین مدرسې څخه ۶۷ تنه مجاهدین د لویې او وړې دورې زده کړو څخه وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.

دغه مراسم د یادې قول اردو د قرارګاه په جامع جومات کې د عقیدتي او فرهنګي چارو مدیریت لخوا د پکتیا اطلاعاتو او کلتور رئیس په نطاقۍ او ویندویۍ سره ترسره شول، چې ويناوالو فارغ شویو علماوو ته د دغه ستر ویاړ د مبارکۍ ترڅنګ د اسلامي او شرعي علومو د زده کړو په اهمیت او اجر خبرې وکړې او د ا.ا.ا د مشرتابه او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې په ټولو نظامي او ملکي ارګانونو کې یې مجاهد منسوبينو ته د دیني علومو د زده کړو زمینه برابره کړې.

په دغه مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو پخواني او د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اوسني قوماندان الحاج قاري محمد ايوب (خالد) او ورسره پلاوي، د منصوري قول اردو مرستيال قوماندان حاجي روح الله امین (روحاني)، درستيزوال مولوي عبدالعلي (جهادیار)، د لوا قوماندانانو ،د قرارګاه او اړوند جزوتامونو مسؤلینو، د منصورالمجاهدین دارالعلوم علماء کرامو، شیوخ عظامو، د فارغ شویو علماوو اقاربو، نعت خوانانو او یو شمیر مجاهدينو ګډون درلود.

په پای کې فارغ شویو علماوو ته پګړۍ وتړل شوې او د فراغت سندونه ورکړل شول.