د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) دفعالیتونو پر زیاتوالي ګډه غونډه ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «UNDP» مرستیالې مېرمن سورایو سره دکتنې په ترڅ کې د کارونو پر همغږۍ او د مالدارۍ او کرنیزو پروژو پلي کولو په پار خبرې وکړې. په دې لیدنه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې «UNDP» مرستیالې مېرمن سورایو سره دکتنې په ترڅ کې د کارونو پر همغږۍ او د مالدارۍ او کرنیزو پروژو پلي کولو په پار خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان خلکو سره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مخکنیو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدراني وکړه او ویې ویل: «د همکاریو ترڅنګ ستاسو سلا مشورو ته اړتیا ده، ترڅو د افغانستان خلک له دې وضعیت څخه خلاص شي»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مرستیالې مېرمن «سورایو» و ویل: «د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته مې سفرونه کړی دی، پوهېږم چې خلک کومې ستونزې لري، په یوشمېر ولایتونو کې کار شوی دی، خو په یوشمېر ولایتونو کې ډېر کار ته اړتیا لیدل کېږي، په ولایتي سفرونو کې مې له خلکو او د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي، په دې سفرونو کې په ډاګه شوه، چې په کومو برخو کې باید کار وکړو په همدې موخه راتلونکې درو کلونو لپاره ښې برنامې لرو.»
د ملګرو ملتونو دغه چارواکې، چې د لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو ته یې سفرونه کړې دي، وایي، چې خلک په زېربنا او پایښت لرونکو برخو کې همکاریو ته اړتیالري، چې ملګرې ملتونه پرې کار کوي.
مېرمن سورایو زیاته کړه، چې د معیشیت، کرنې او اوبولګولو په برخه کې د راتلونکې درو کلونو لپاره ډېر شمېر پروژې لري، چې په ۳۴ ولایتونو کې یې پلي کوي.
«دا چارې مو د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون او د هېواد د اقتصاد لوړولو په پار په لاره اچولي دي، هلې ځلې کوو، چې پایښت لرونکې فعالیتونه ولرو، ترڅو د بزګرانو په ژوند کې بدلون راشي.»
دغه راز په دې غونډه کې د سړوخونو، شنوخونو او د اوبولګولو د کانالونو پر جوړولو او له طبیعي پېښو څخه زیانمنو خلکو سره د مرستې په پار هم خبرې اترې وشوې.