د ملي دفاع وزارت مرستیال د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) تیره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل “مظلوم” د ۲۰۵ البدر قول اردو په اداري مجلس کې دګډون ترڅنګ له یادې قول اردو څخه لیدنه وکړه. ملا محمد فاضل “مظلوم” د غونډې ګډونوالو ته د نظام د استحکام او د صفونو د تصفې په هکله هر […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۴) تیره ورځ د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل “مظلوم” د ۲۰۵ البدر قول اردو په اداري مجلس کې دګډون ترڅنګ له یادې قول اردو څخه لیدنه وکړه.

ملا محمد فاضل “مظلوم” د غونډې ګډونوالو ته د نظام د استحکام او د صفونو د تصفې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل: چې د خپلو صفونو تصفیه وکړئ، هغه کسان چې قربانۍ یې ورکړې او اسلامي امارت ته وفاداره دي هغو مجاهدینو ته د خدمت لپاره زمینه مساعده کړئ.

نوموړي همدا راز مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د صفونو د تصفیې هیئت سره د غیر مخلصو کسانو په ښودلو کې جدي مرسته وکړئ.