د ملي دفاع سرپرست وزیر د سر مفتشیت په جوړه شوې فراغت غونډه کې ګډون وکړ

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د یاد وزارت سرمفتشیت په ریاست کې د (۲۶) تنو مفتشینو د توحیدي معایناتو د دوه میاشتني کورس د دوهمې دورې د فارغانو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مفتشینو ته د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د یاد وزارت سرمفتشیت په ریاست کې د (۲۶) تنو مفتشینو د توحیدي معایناتو د دوه میاشتني کورس د دوهمې دورې د فارغانو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مفتشینو ته د هغوی د دندو د پیژندلو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل د اسلامي اردو په چوکاټ کې د روڼتیا او حساب ورکونې په خاطر باید په مسلکي او ‘ریښتینې توګه د بې پرېتوب او توازن په ساتلو سره لا زیاتې هڅې وکړي.

او همدا راز له دوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو دندو په بهیر کې د خلکو کرامت، هویت او باور ته جدي پاملرنه وکړي.

په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.