د ملي دفاع سرپرست وزیر د ازبکستان هیواد له خاص استازي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹) نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د ازبکستان هیواد په بهرنیو چارو کې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي عبدالعزیز “کاملوف” ، د افغانستان د چارو استازي عصمت الله “رحیموف” او ورسره مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل. مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نوموړي پلاوي […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۹)
نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د ازبکستان هیواد په بهرنیو چارو کې د جمهور رئیس له ځانګړي استازي عبدالعزیز “کاملوف” ، د افغانستان د چارو استازي عصمت الله “رحیموف” او ورسره مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نوموړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، له دوی څخه یې مننه وکړه او د دواړو هیوادونو په سرحداتو، امنیت او دېته ورته موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او د اړیکو په ټینګښت یې تاکید وکړ.

همدا راز د ازبکستان هیواد ځانګړي استازي عبدالعزیز “کاملوف” هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخه کې اړیکو ته نوره هم وده ورکوي.