د ملي دفاع سرپرست وزير په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد”، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.‏په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوبۍ کې د مېشتو هېوادوالو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد”، متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په دوبۍ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل.‏په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دوبۍ کې د مېشتو هېوادوالو د ستونزو له اورېدو وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به د متحده عربي اماراتو له مسوولینو سره شریکې کړي او ان شاءالله ډېر ژر به حل شي.‏همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزير څرګنده کړه، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او موږ ټول باید په دې حساسو شرایطو کې چې په هر ځای کې يو د خپل کور په ودانولو کې فعاله او مسوولانه ونډه واخلو.