د ملي دفاع سرپرست وزير د متحده عربي اماراتو د نائب او د دوبۍ له واکمن سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د متحده عربي اماراتو د حکومت له نائب او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۲)د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د متحده عربي اماراتو د حکومت له نائب او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو پر برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.