‏د ملي دفاع سرپرست وزير د ترکیې له سفیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۵) د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.‏ په دې کتنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې، همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۵) د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.‏

په دې کتنه کې دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې، همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر د ترکیې په هېواد کې د وروستیو زلزلو په هکله خپل خوا خوږی وښوده، د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.