د ملي تدارکاتو کمیسیون د یو لړ مهمو پروژو د جوړیدو چارې منظورې کړې،

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱) د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له اجنډا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوع‌ګانو چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنا، روغتیا، […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱) د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. له اجنډا سره سم پر ۳۱ تدارکاتي موضوع‌ګانو چې د بېلابېلو ادارو اړوند وې؛ زېربنا، روغتیا، خوراکي توکو او خدمتونو پروژې پکې شاملې وې، بحث او ارزونه وشوه. د کابل ښاروالۍ لخوا د کابل ولایت بېلابېلو سیمو کې د سړکونو جوړولو تړونونو د منظورۍ وړاندیزونه چې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته ېې وړاندې کړل؛ ځینې منظور او د ځینو په اړه ېې اړینې لارښوونې وشوې. د کمېسیون په دې ناسته کې د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو د جوړولو پروژه، د هرات ولایت نور الجهاد سب سټېشن د پاتې برخو د جوړولو پروژه، د کندهار او هرات په هوایي ډګرونو کې د خدماتو وړاندې کولو پروژې، د عدلیې وزارت اړوند د سمسورتیا پروژه، د مالیې وزارت د ۲ قلمه روغنیاتو د برابرولو او تدارک پروژه، د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۲ قلمه البسې د برابرولو او تدارک پروژه او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند په ننګرهار ولایت کې د ساختماني موادو د برابرولو او تدارک پروژه، د کمېسیون په دې غونډه کې له بحث وروسته منظور شوې.