د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د فوایدعامې او اقتصاد وزارتونو او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې باصلاحیته […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د فوایدعامې او اقتصاد وزارتونو او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې باصلاحیته استازو هم حضور درلود چې د ۱۴۰۲ مالي کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ یې د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې هم وڅېړلې او په اړه یې هر اړخيز بحث او خبرې وشوې.

همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د پورته ذکر شویو ادارو د ۱۴۰۲ کال تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.