د مشرتابه د هدایت پر اساس؛ د هیواد له زندانونو څخه تر ۲۰۰۰ زیات بندیان خوشي شول

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې د مشرتابه د هدایت پر اساس یې نږدې دوه نیم زره بندیان له بنده آزاد او د سلګونو په قید کې یې تخفیف راوستلی دی. یادې محکمې په یوه خبرپانه کې چې د ملي تلویزیون له څپو خپره شوې، ویلي: «د محترم مشرتابه […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د افغانستان د اسلامي امارت سترې محکمې اعلان کړی چې د مشرتابه د هدایت پر اساس یې نږدې دوه نیم زره بندیان له بنده آزاد او د سلګونو په قید کې یې تخفیف راوستلی دی.
یادې محکمې په یوه خبرپانه کې چې د ملي تلویزیون له څپو خپره شوې، ویلي: «د محترم مشرتابه د عالي مقام او د ریاست الوزراء محترم مقام د هدایت په اساس، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په حکم، د هیواد په کچه له زندانونو څخه ۲۴۶۰ تنه هغه زندانیان، چې د عفوې مستحق وه، خوشي شول او ۴۷۱ تنه نور بندیان چې د تخفیف وړ وه، د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.)

سترې محکمې دغه راز ویلي چې د هیواد په کچه یې د بې سرنوشته او عفوې مستحق بندیانو د معلومولو لپاره بیلابیل پلاوي جوړ کړي، چې تر هر اړخیزې هیئتي وروسته د پورته ذکر شویو بندیانو د خوشي کولو او تخفیف د ورکړې په برخه کې پریکړه وشوه.
باید وویل شي چې دغه پلاوي د سترې محکمې د عالي شورا د ۲۵ نمبر تصویب شوې پریکړې په اساس جوړ شوی دی.