د لښکرګاه ښار د نهمي حوزې د استخباراتو د امریت له لوري یو شمېر نظامي مهمات ونیول سوه

  تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند د لښکرګاه ښار د نهمي حوزې د استخباراتو امریت د مسؤلینو له لوري د یو کس په کور کي یو شمېر نظامي مهمات ونیول سوه. د مسؤلینو په وینا دغه مهمات یې د حاجي داود په نامه د یو کس په کور کي نیولي. دغه عملیات نن د […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت اړوند د لښکرګاه ښار د نهمي حوزې د استخباراتو امریت د مسؤلینو له لوري د یو کس په کور کي یو شمېر نظامي مهمات ونیول سوه.

د مسؤلینو په وینا دغه مهمات یې د حاجي داود په نامه د یو کس په کور کي نیولي.

دغه عملیات نن د نهمي حوزې د استخباراتو امریت د مسؤلینو لخوا ترسره سوه چي په پایله کي یې ۴۰ دانې د چریکي هوان مرمۍ، ۹ پیره د راکیټ مرمۍ، ۹ دانې د راکیټ پټاسونه، ۱۲ دانې لاسي ګرنیټونه، یوه زغره او شاجوران ونیول سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۲ هـ ق