د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یادو سفرونو موخه د مدرسو او پوهنتونونو او همدارنګه د علماء کرامو او تحصیلي بنسټونو د استادانو تر منځ د اړیکو جوړول […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۰) د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یادو سفرونو موخه د مدرسو او پوهنتونونو او همدارنګه د علماء کرامو او تحصیلي بنسټونو د استادانو تر منځ د اړیکو جوړول او هغوی ته د اسلامي امارت د پالیسیو تشریح کول و.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ولایتي تحصیلي بنسټونو ته خپل سفرونه له لاسته راوړنو ډک وبلل او ویې ویل چې د تحصیلي بنسټونو اړتیاوې، نیمګرتیاوې او لاسته راوړنې مو په نښه او په اړه به یې عملي ګامونه واخیستل شي.

همدارنګه د تېرو رهبري شوراګانو پرېکړې او کمېټو ته د ورسپارل شویو کارونو راپورونو ته لنډه کتنه وشوه.
وروسته له اجنډا سره سم د هغو استادانو په اړه چې له فتحې وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي، پرېکړه وشوه چې بېرته دې په خپلو اړوندو تحصیلي بنسټونو کې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د نورو علمي کادرونو په شان له ټولو امتیازونو څخه برخمن دي.
دغه راز د شورا غړو د بیرون مرزي تحصیلي اسنادو د ارزونې، د دیني علماء کرامو د اسنادو طی مراحل کولو، د فوق الېسانس پروګرامونو د جذب پر څرنګوالي او ځینو نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۴/۵/۲۰هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۳.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۴م