د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یوناما له سرپرست او مل پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د یادې لیدنې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب افغانستان لپاره د یوناما سرپرست (مارکس پوتزل) او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۴) د یادې لیدنې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب افغانستان لپاره د یوناما سرپرست (مارکس پوتزل) او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی او په دې هڅه کې دی، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره د هېوادوالو د پرمختګ او ښه والي لپاره کار وکړي.

سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه، چې د ا.ا.ا مخالفین د لوړو زده کړو په اډانه او په ټوله کې په نظام کې د اسلامي اموراتو په پلي کېدو نیوکه کوي او د خپلو ناوړه اهدافو ترسراوي لپاره ترې د استدلال په توګه ګټه اخلي او مونږ اړ یو ترڅو دوی ته د نیوکې ځای پاتې نشي او ترڅنګ یې د هغو افغانانو هیله پوره کړو، چې د اسلامي نظام حاکمیت او په هېواد کې د شرعي احکامو پلې کولو په موخه یې قربانۍ ورکړي دي.

هغه همدارنګه وویل، چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هېچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.

د لوړو زده کړو سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست سره په خبرو کې ورستیو پرېکړو ته په اشارې سره وویل « د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت د ښځو د زده کړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده کړې؛ بلکې د دخارجي عواملو په وجه یی ځنډولي دي، مونږ په دې هڅه کې یو، چې روان ستونزو ته د شريعت مقدسه په رڼا کې حل لاره پېدا کړو .»

افغانستان لپاره د یوناما سرپرست مارکس پوتزل له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ یادونه یې وکړه، چې د هر هېواد لوړې زده کړې د هماغه هېواد په اقتصادي وضیعت مستقیم اغېز لري. دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د ښځينه وو د زده کړو په اړه یې خپله طرحه د لوړ وزده کړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.