د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر سره وکتل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴) د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر ترمنځ تعرفي ناسته وشوه، په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۱۴)

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر ترمنځ تعرفي ناسته وشوه، په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان او پاکستان پر تاریخي او فرهنګي اړیکو خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې افغانستان او پاکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې له دیني او کلتوري پلوه ډېر مشترکات لري. نوموړي د دواړو هېوادونو تر منځ پر ښو تحصیلي اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پاکستان له سرپرست سفیر څخه وغوښتل، چې په دغه هېواد کې د افغان محصلینو ستونزې حل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه لیکونو بیا نوي کېدل او لا ډېرو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په برخه کې همکاري وکړي .
همدارنګه په کابل کې د پاکستان سرپرست سفیر محمد جنید وزیر په پاکستان کې د افغان محصلینو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي او اکاډمیکو اړیکو ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو اړخونو پر غوره تحصیلي اړیکو، د محصلینو د وېزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د علمي تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.