د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې ۵۰۰۰ نیالګي کېنول شول

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳) د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه او د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خصوصي تنظیفي شرکتونو په مرسته (۵۰۰۰) او دغه راز د آریا ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري (۴۰۰) نیالګي د قلعه موسی تپې په لمن او د هوايي ډګر […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۳)
د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په موخه او د نیالګیو کېنولو کمپاین پر دوام د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خصوصي تنظیفي شرکتونو په مرسته (۵۰۰۰) او دغه راز د آریا ښارګوټي د اوسېدونکو له لوري (۴۰۰) نیالګي د قلعه موسی تپې په لمن او د هوايي ډګر سړک په ګلدانونو کې کېنول شول.
د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب د ښاریانو له دې نیک احساس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یادې ناحیې بېلابېلې سیمې به ښکلې او زرغونې شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښار په ښېرازۍ او ښکلا کې د ښاریانو رول اړین او مهم دی او که چېرته ښاریان د خپلې سیمې په زرغونتیا کې برخه واخلي، ډیر ژر به د ښایسته او زرغون کابل شاهدان و اوسو.
د خصوصي تنظیفي شرکتونو په استازیتوب ښاغلي نجیب الله عالمي خبرې وکړې او د لسمې ناحیې د اړوند سیمو په زرغون کولو کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې، کېنول شوي نیالګي به په منظمه توګه خړوب کړي او دوامداره ساتنه به ترې کوي.

‏⁧‫