د قوش ‌تیپې پروژې د کار د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۴) د قوش تیپې پروژې د کار د ښه والي په موخه د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د مالي او اداري معاونیت د غونډو په تالار کې غونده جوړه شوه. غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۴) د قوش تیپې پروژې د کار د ښه والي په موخه د چارو ادارې لوی ریاست، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د مالي او اداري معاونیت د غونډو په تالار کې غونده جوړه شوه.
غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري معاون مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ او د کرنې وزرات د مالي او اداري معین مولوي فضل الباري فضلي او د ملي پراختیا شرکت د استازو په ګډون جوړه او د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د اجندا مطابق بحث او خبرې وشوې.
مولوي عبدالسلام حقاني د قوش تیپې کانال پروژه د هېواد خلکو لپاره مهمه او حیاتي عنوان کړه او د دې پروژې د چارو د ښه والي لپاره یې د ادارو تر منځ د لا همغږي او همکاري جوړېدل اړین وبلل.
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري معین او د ملي پراختیا شرکت مسلکي استازو د قوش تیپې پروژې د چارو د ښه والي لپاره شریک کړل او د قوش تیپې پروژې د چارو ښه والی یې د چارو د ادارې په مشرۍ د دواړو ادارو په ګډ پلان کې ګټور وباله.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د قوش تیپې کانال پروژې د چارو د ښه والي په موخه دې د ملي پراختیا شرکت د ساحوی فعالیتونو او تخنیکي اسنادو پلان تکمیل او ترتیب کړي.