د غزني _ کندهار برېښنا لېږد مزي پروژې پاتې چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴) د افغانستان برېښنا شرکت د ۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت د مهمې پراختیایي پروژې (غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږدوونکي مزي) پروژې د بشپړولو چارې پیل کړې. په پام کې ده چې د پروژې پاتې ۱۲۰ پایو د تهدابونو جوړولو چارې په پنځو لاټو (برخو) کې، چې د پروژې په مسیر […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۴)
د افغانستان برېښنا شرکت د ۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت د مهمې پراختیایي پروژې (غزني – کندهار ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لیږدوونکي مزي) پروژې د بشپړولو چارې پیل کړې.
په پام کې ده چې د پروژې پاتې ۱۲۰ پایو د تهدابونو جوړولو چارې په پنځو لاټو (برخو) کې، چې د پروژې په مسیر غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې موقعیت لري، د ۱۲۴ کاري ورځو په لړ کې ترسره شي.
د غزني – کندهار ۲۲۰ کیلو ولټ لیږدوونکي مزي پروژه د ا.ا.ا او د افغانستان برښنا شرکت یو له مهمو پروژو څخه شمیرل کیږي، چې د هېواد د برېښنا جنوب ختیځ سیسټم د برېښنا له شمال ختیځ سیسټم سره نښلوي.
د نوموړې پروژې عملي چارې د ۱۳۹۶ کال زمري میاشت کې پیل شوې چې ساختماني چارې یې ۷۵ سلنه او مجموعي پرمختګ یې ۸۸ سلنه دی.
ټول هېواد کې د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته د یادې پروژې ساختماني چارې درول شوې وې، اوس مهال د ریاست الوزرا د حکم سره سم د یادو چارو د ترسره کولو په موخه تصمیم ونیول شو، چې د یادې پروژې د ۱۲۰ پایو تهدابونو جوړولو چارې د ۲.۲ میلیون ډالرو په ارزښت، د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت د سایقه انرژۍ ساختماني قراردادي شرکت له خوا ترسره شي.
سربېره پردې د پروژې نورې پاتې چارې به د ا.ا.ا مشرتابه درانه مقام له منظورۍ وروسته بشپړې او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده پروژه د ۳۰۰ میګاواټه په ظرفیت د غزنی، زابل او کندهار ولایتونو څخه تیریږي، چې په بشپړېدو سره به يې د یادو ولایتونو اوسیدونکي د برېښنا له آسانتیاو څخه برخمن شي او د پروژې په مسیر کې د صنعت، طبابت، کرنېزو او ښوونېزو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړي.