د غزني ولایت مستوفیت ریاست کې د غیر مالیاتې عوایدو د راټولو په تړاوی غونډه ترسره شوه

  نن ورځ سه شنبه دیاد ولایت د مستوفیت د غونډو په تالار کې د اتلسو ریاستونو ترمنځ غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د غزني ولایت محترم مستوفي مولوي ضیاءالحق عثمان او د یاد ولایت د اداراتو محترمو مسؤلینو ګډون کړی وو. غونډه دیاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري صیب رهبر لخوا د […]

 

نن ورځ سه شنبه دیاد ولایت د مستوفیت د غونډو په تالار کې د اتلسو ریاستونو ترمنځ غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د غزني ولایت محترم مستوفي مولوي ضیاءالحق عثمان او د یاد ولایت د اداراتو محترمو مسؤلینو ګډون کړی وو.
غونډه دیاد ولایت د ترافیکو مدیر قاري صیب رهبر لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل ڪړه
په لومړي سر کې دغزني ولایت محترم مستوفي مولوي( عثمان) راغلو مسؤلینو ته دښه راغلاست تر څنګ د غیر مالیاتې عوایدو د راټولولو او سرچېنو په اړه په مفصل ډول خبري وکړي، او زیاته یې کړه چي د غیر مالیاتې عوایدو ریاستونه باید د خپلو عوایدو راټولو په برخه کې جدي او اصولي اقدامات ترسره کړی، وروسته د ټولو ریاستونو مسؤلینو په خپل نوبت سره د غیرمالیاتې عوایدو راټولولو او سرچېنو په اړه، په تفصیل سره خبرې وکړي
په پای کې ګډونوالو خپل، نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې د مستوفیت له رهبري سره د چارو د لا ښۀ والي په موخه شریکې کړي.
په پای کې غونډه دد عایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۴۳/۸/۵
۱۴۰۰/۱۲/۱۷