د غزني مستوفيت اداري غونډه تر سره شوه!

  نن ورځ یک شنبه د مستوفيت د غونډو په تالار کې دیاد ولایت مستوفي مولوي ضیاالحق عثمان تر رهبري لاندي،د مستوفيت د مالي، عوایدو او اداري برخو مدیرانو او کارکوونکو پکې ګډون کړی وو، تر سره شوه. په پیل کې د قرآنکريم تر تلاوت وروسته د مستوفي عثمان صیب خبرې وکړې. نوموړي د دغه […]

 

نن ورځ یک شنبه د مستوفيت د غونډو په تالار کې دیاد ولایت مستوفي مولوي ضیاالحق عثمان تر رهبري لاندي،د مستوفيت د مالي، عوایدو او اداري برخو مدیرانو او کارکوونکو پکې ګډون کړی وو، تر سره شوه.
په پیل کې د قرآنکريم تر تلاوت وروسته د مستوفي عثمان صیب خبرې وکړې. نوموړي د دغه ناستي د موخو او د بحث وړ موضوعاتو تر بیانولو وروسته له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چې په کاري بهیر کې د چټکتیا راوستلو، د مراجعینو په کارونو کې د ځنډ د مخنیوي او د پام وړ او عادلانه عواید د راټولیدلو لپاره خپلو کارونو ته د ځانګړي پاملرنې سربیره تر ټاکلي وخت زیات کار وکړئ، تر څو د ۱۴۰۰ کال تر ختمېدلو مخکي د پام وړ عوايد د راټولیدلو چاره او د ټولو ادارو د معاشاتو د ورکړي او مصارفاتي اړتیاوو تادیه ټکنۍ نشي.
په پاي کې د عویداي برخې په پرمختګونو، ستونزو او مناسبو حللارو تر بحث او خبرو اترو وروسته د بیلابیلو عایداتي برخو لپاره یو شمېر مالياتي ټیمونه ترتیب شول، تر څو له مالیه ورکوونکو سره د مالياتي ذمت په وخت اداینه او د مالياتي مکلفيت په تصفیه کې مرسته وکړي.
غونډه د دعائیې په ویلو سره پاي ته ورسیده.

۱۴۴۳/۸/۱۰
۱۴۰۰/۱۲/۲۲