د غزني محترم والي صاحب د زنخان اودهیک له ولسوالیوڅخه لېدنه وڪړه

  نن ورځ یک شنبه د غزني والي خلیفه صیب مولوي محمداسحاق اخندزاده د دهیک اوزنخان ولسوالیوته سفردرلود د یاد سفرپه ترڅ کې د دهیک ولسوالۍ مقام کې دیادې ولسوالۍ له علماء کرامو، مسئولینو، مخورو او سپین ږېرو سره کتنه وڪړه غونډي ته محترم والي صاحب په یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي او مجاهد ولس […]

 

نن ورځ یک شنبه د غزني والي خلیفه صیب مولوي محمداسحاق اخندزاده د دهیک اوزنخان ولسوالیوته سفردرلود د یاد سفرپه ترڅ کې د دهیک ولسوالۍ مقام کې دیادې ولسوالۍ له علماء کرامو، مسئولینو، مخورو او سپین ږېرو سره کتنه وڪړه غونډي ته محترم والي صاحب په یو لړ موضوعاتو خبرې وکړي او مجاهد ولس ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت دنده لري ترڅوهیوادوالوته د ښه امنیت ترڅنګ په هیوادکې د زېر بنایې پروژو پیلېدوته لارهواره کړي اوله ولس څخه غوښتنه وکړه چي اوس ددي وخت رارسیدلی چې د خپل نظام ملاتړوکړئ اومغرضي کړۍ پرې نږدی چي هیوادکې خپلو شومو اهدافوته ورسیږي علماء کرامو او مخورو هم په خپل نوبت محترم والي صیب اوورسره مل هیئت ته د ښه راغلاست اوهرکلي تر څنګ خپلي ویناو او ستونزي واورولي اود هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده

۱۴۴۳/۸/۱۰
۱۴۰۰/۱۲/۲۲