د غزني له پوهنتون څخه نږدې ۹۰۰ تنو خپل د فراغت سندونه تر لاسه کړل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) نن ورځ، د غزني ښار د ثقافت په مانۍ کې د دغه ولایت پوهنتون د ۶۰۰ تنو نارینه محصلینو د فراغت غونډه ولمانځله شوه. د غزني پوهنتون رئیس احسان الله اکرمزوی په دغه فراغت غونډه کې وویل چې سږکال د غزني پوهنتون له پنځو پوهنځیو څخه نږدې ۹۰۰ تنه، چې ۲۸۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴) نن ورځ، د غزني ښار د ثقافت په مانۍ کې د دغه ولایت پوهنتون د ۶۰۰ تنو نارینه محصلینو د فراغت غونډه ولمانځله شوه.

د غزني پوهنتون رئیس احسان الله اکرمزوی په دغه فراغت غونډه کې وویل چې سږکال د غزني پوهنتون له پنځو پوهنځیو څخه نږدې ۹۰۰ تنه، چې ۲۸۰ تنه یې انجوني وې فارغ شول.

ښاغلی اکرمزوي زیاته کړه چې یاد محصلین د غزني پوهنتون له شرعیاتو، اقتصاد، ښووني او روزني، کرني او ادبیاتو له پوهنځيو څخه فارغ شوي او د ښځینه محصلینو فراغت غونډه د رواني اونۍ د دوشنبې په ورځ په دغه مانۍ کې لمانځل شوي ده.