د عامې روغتیا وزیر د مل پلاوي سره ایران هیواد ته په يو رسمي سفر روان شو

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد به د دې سفر په ترڅ کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړي. او همدارنګه ښاغلی وزیر او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې له خپل ایراني سیال سره په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د سرطان […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد به د دې سفر په ترڅ کې په G5 کنفرانس کې ګډون وکړي.
او همدارنګه ښاغلی وزیر او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې له خپل ایراني سیال سره په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د سرطان (کېنسر) ناروغۍ د درملنې انسټېټیوټ لنډمهاله او اوږدمهاله د ظرفیت جوړونې پروګرامونو، په ایران کې د افغان مهاجرو د روغتیا او د هغه روغتونونو په اړه چې د ایران له لوري په بامیان او کابل کې جوړېږي د کاري پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړي.