د سیمکارتونو د ثبت او راجستر لپاره یو پرمختللی سیستم رامنځ ته کیږي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مشرتابه هئیت د مخابراتي شرکتونو له استازو سره غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چې د اترا ادارې د عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۲) د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مشرتابه هئیت د مخابراتي شرکتونو له استازو سره غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چې د اترا ادارې د عمومي رئیس الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم تر ریاست لاندې جوړه شوې وه، د ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي نجم الدین ملاخیل، د بورډ غرو، د اړوندو ریاستونو رئیسانو او د مخابراتي شرکتونو استازو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د سیم کارتونو د ثبت او راجسترېشن لپاره د معلوماتي سېستم په رامنځ ته کولو هر اړخيزه بحث ترسره شو. نوموړی سېستم به د مخابراتي شبکو د خرڅلاو (sales) او نور اړونده سېستمونه د احصائیې او معلوماتو د ملي ادارې اړوند د تذکرو له سېستم سره وصل کړي چې پر مټ به یې د مشتريانو د هويت تثبیت ترسره کېږي او د هويت له تثبيت وروسته به بیا مشتريانو ته سيم کارتونه توزېع کېږي. همدارنګه ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د یاد سیستم دتطبیق په برخه کې له خپله اړخه چټک ګامونه پورته کړي.

په یاده غونډه کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د ټیټ کیفیت په هکله هم خبرې وشوې. د مخابراتي شرکتونو د پیرودنکو د شکایتونه چې د ټیټ کیفیت څخه یې لري له مخابراتي شرکتونو سره مطرح او تر بحث لاندې ونیوه او د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې اړینې او جدي کړنې ترسره کړي، ترڅو هیوادوالو ته باکیفیته مخابراتي او انټرنټي خدمتونو وړاندې کړي.