د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بلخ ولایت علماوو، پوهانو، متنفذینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پرون مازدیګر په یوې غونډې کې د دې ولایت له علماوو او مشایخو، پوهانو، متنفذینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل. وروسته، د بلخ د سوداګرو په استازیتوب حاجي قلندر رحیمي، د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پرون مازدیګر په یوې غونډې کې د دې ولایت له علماوو او مشایخو، پوهانو، متنفذینو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل.
وروسته، د بلخ د سوداګرو په استازیتوب حاجي قلندر رحیمي، د صنعتکارانو په استازیتوب حاجي رښتیا او د علماوو په استازیتوب شیخ محبوب الحق مخدومزاده خبرې وکړې او اسلامي امارت یې د هیواد د مسلمانو خلکو د ارمانونو پوره کولو لپاره لوی فرصت وباله.
هغوی د امنیت تامین او اقتصادي ودې او ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او همداراز خپل نظرونه او ستونزې یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریک کړل.
محترم حنفي هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د مسلمان ملت د همکاریو او بې درېغه هڅو په پایله کې راپورته شوی، هره شېبه د هیواد د ابادۍ او بیارغاونې په فکر کې دی او د قوش تیپې کرنیز کانال په څېر د افغانستان د اقتصاد میکانیزه کولو له لارې ارزښتناګ ګامونه اخلي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی مشورې او وړاندیزونه د قدر وړ وبلل او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکو پلانونو کې به ورڅخه استفاده وشي او همداراز د شته ستونزو د حل لپاره به هم اغېزناګ ګامونه واخیستل شي