د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: ټول افغانان به له متوازن انکشاف څخه برخمن شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، علماوو او مخورو سره وکتل. په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد له شپاړسو ولایاتو څخه راغلو لسګونو مشرانو او علماوو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې […]

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، علماوو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد له شپاړسو ولایاتو څخه راغلو لسګونو مشرانو او علماوو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او هغه یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.

دوی وویل، اوسني نظام ته خدمت د ټول ولس مسئوولیت دی او په دې برخه کې یې د خپلو ولسونو د مرستو ډاډ ورکړ.

راغلو کسانو پر پوهنیزو، روغتیايي او پراختیایي چارو کې په خپلو ولایاتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې شته ستونزې یې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قرباني ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیا رغونې مستحق دي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسیدګي وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د هېواد د تلپاتې پراختیا او انکشاف په غرض د سترو او متوسطو اساسي پروژو چارې پیل کړې دي.