د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د عامې روغتيا وزارت د علمي او تخصصي کادرونو ټولنې رئيس او غړو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د عامې روغتيا وزارت د علمي او تخصصي کادرونو ټولنې رئيس او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. په دې ناسته کې، د یادې ټولنې رئیس ډاکتر ایمل وردګ او ډاکتر حافظ الدین د نورو په استازيتوب خبرې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۴)د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د عامې روغتيا وزارت د علمي او تخصصي کادرونو ټولنې رئيس او غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې ناسته کې، د یادې ټولنې رئیس ډاکتر ایمل وردګ او ډاکتر حافظ الدین د نورو په استازيتوب خبرې وکړې وې ویل، د دوی له لوري په ۳۲ ولایتونو کې د اکمال تخصص برنامه جریان لري، چې په کال کې له ۳۰۰ تر ۴۵۰ متخصص مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي‌.

دوی وويل، روغتیايي کادرونه خپلو هیوادوالو ته د خدمت تعهد لري او دا مهال د اکثریت ناروغانو درملنه په کور دننه کېږي. همداراز خپلی ستونزې او وړانديزونه يې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د يادې ټولنې رئيس او غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ډاکټران د دې هیواد ستره پانګه ده او هېواد وال ورته په هر حالت کې اړتیا لري.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې زياته کړه، د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او ډاډ يې ورکړ، چې ستونزې به يې د حل لپاره اړوندو ادارو سره شريکې شي.#