د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له لسګونو مسؤولینو ، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو سره ولیدل

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماښام د روژه ماتي مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره ولیدل. په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماښام د روژه ماتي مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په بېلابېلو برخو کې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل .دوی وویل، رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د پل حیثیت لري او کوښښ کوي چې د ولس غږ تر دولت او نړیوالو ورسوي.

د غونډې برخوالو دغه راز له اسلامي امارت څخه، له رسنیو سره د لا همکارۍ او د هغوی د ستونزو د حل له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه ډول ناستې دې د همکاریو د پراختیا او د ستونزو د کمېدو لپاره، لا زیاتې شي. دوی وویل، انتقاد د اصلاح په موخه کوي او غوښتنه یې دا ده چې افغاني رسنۍ باید نورې هم تقویه شي.

د رسنیو مسئولینو او سیاسي کارپوهانو ټینګار وکړ، چې افغان ملت نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او له جګړې ستړی شوي دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له خبریالانو او د رسنیو له فعالانو مننه وکړه، چې تل یې د ولس غږ پورته کړی او په نیمګړتیاوو یې سالمې نیوکې کړي دي.

نوموړي د رسنیو د مسئولینو او سیاسي کارپوهانو نظریات او وړاندیزونه په سړه سینه او ورین تندي واورېدل او زیاته یې کړه، موږ رسنۍ او سیاسي کارپوهان خپل همکاران بولو او ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د ارتباط پل ګڼي او د پياوړتیا لپاره یې کار کوي.

محترم مولوي عبدالکبیر له رسنیو او ټولنیزو فعالانو وغوښتل، چې د ټولنې واقعي او حقیقي انځور خلکو او دنیا ته وړاندې کړي او د ناسمو تبلیغاتو مخه دې ونيسي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل موږ خوشالېږو چې تاسو موږ ته نېکې مشورې راکړئ اوهر هغه څه چې حقایق وي رابرسېره یې کړئ، په دې سره به مو نیمګړتیاوې رفع او حکومتي ادارې به خلکو ته لاښه خدمات وړاندې کړي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د افغاني رسنیو پیاوړي کېدل د ټولنې په ګټه دي او د رسنیو له لارې د عامه پوهاوي او د حقایقو انعکاس غوره خدمت دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، باید د ځینو مغرضو بهرنیو رسنیو او غربي تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشو، خپل استقلالیت وساتو او په ملي او اسلامي روحیې سره د ټولنې واقعیتونه نشر کړو. هغه، له سیاسي کارپوهانو او د رسنیو له مسئولینو وغوښتل، چې خپل نظریات، وړاندیزونه او معقول انتقادونه ورسره شریک کړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې رسنۍ د اسلامي امارت د مټ په توګه یادې کړې وې ویل، د پياوړو رسنیو له شتون پرته به ټولنه نیمګړې وي.#