د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: بهرني شرکتونه او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونه وکړي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل. په پيل کې، دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په تامين خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.
په پيل کې، دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په تامين خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې يې وويل، افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتو دي.
هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیا رغاونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دی او د ياد هيواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.