د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: اسلامي امارت به متوازن انکشاف رامنځته کړي

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د مولوي دوست محمد خان او شیخ عطاءالله په مشرۍ د ګوجرو قوم له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل. په دې لیدنه کې د ګوجرو قوم د اسلامي نظام له ټينګښت او […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۲۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د مولوي دوست محمد خان او شیخ عطاءالله په مشرۍ د ګوجرو قوم له یو شمېر مشرانو او علمای کرامو سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د ګوجرو قوم د اسلامي نظام له ټينګښت او د مقدس جهاد پر بریالیتوب خوښي څرګنده او له اسلامي امارت سره يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

یادو مشرانو او علمای کرامو په بېلابېلو برخو کې د خپل قوم ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک او زیاته یې کړه، د ګوجرو قوم د افغانستان له محرومو قومونو څخه دی، چې د وخت حکومتونو ورته پام ندی کړی.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مقدس جهاد پر مهال د ګوجرو قوم له قربانیو یادونه وکړه وې ویل، اسلامي امارت به د ګوجرو قوم ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او کوښښ کوي چې نور په افغانستان کې محروم قوم او سیمه وجود ونه لري، له همدې امله اسلامي امارت د متوازن انکشاف لپاره کار کوي.